د ازبکستان ولسمشر په لومړي ځل د قوش تيپې کانال پر اغېزو خبرې کړي او ويلي يې دي، چې دا کانال به د منځنۍ اسيا د اوبو تعادل ته تغير ورکړي، هغه د افغانستان د اوسني حکومت دغه کار اندېښنه څرګنده کړې.
شوکت ميرضيايف د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۱۵مه) د اورال سمندرګي د ژغورنې په يوه ناسته کې ويلي: «ښه پوهېږئ چې افغان لوری د دغه کانال د جوړولو په حال کې دی، د دغه کار ترسره کول به د منځنۍ اسيا اوبو ته په اساسي ډول تغير ورکړي»
د ازبکستان ولسمشر د يوه ګډ پلاوي د جوړېدو وړانديز کړی، چې د منځنۍ اسيا هېوادونه پکې برخه ولري، تر څو د امو په سيند تحقیقاتي سروې وکړي، هغه په دې پلاوي کې د افغانستان د اوسني حکومت شتون هم اړين بللی دی.
شوکت ميرضيايف زياته کړې: «د اوبو د سرچینو په اړه په سیمه ییزو خبرو کې د افغان استازو د ګډون موضوع هم باید په پام کې ونیول شي.»
د قوش تېپې کانال د جوړېدو چارې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ ميلادي کال کې پيل شوې؛ خو وروسته یې کارونه بېرته بند شول. اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په دويم کال د دې کانال د جوړېدو چارې بيا ځلې پيل کړې.
دا کانال د امو سيند اوبه د هېواد شمالي ولايتونو جوزجان، بلخ او فارياب ته په چټکۍ ليږدوي. د قوش تېپې کانال ۲۸۵ کيلو متره اوږدوالی، ۱۵۲ متره عرض او تر ۱۲.۵ مترو پورې ژوروالی لري
د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ويلي، د دغه کانال له جوړېدو وروسته به ۵۵۰ زره هکټاره ځمکه په بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو کې خړوبه شي.
که څه هم افغان چارواکي وايي، چې د سيمې هېوادونه د قوش تېپې کانال د جوړېدو په اړه اندېښنه نه لري؛ خو د ازبکستان ولسمشر نن په یوې مهمې غونډې کې د دې کانال جوړېدل د منځنۍ اسيا د اوبو د رژيم تغيريدل وګڼل.




