کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې ۹۳ سلنه بشپړې شوې

د ملي پراختیا شرکت ویاند وایي، د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز کېندلو چارې ۹۳ سلنه او د سربند جوړولو چارې نږدې ۸۲ سلنه بشپړې شوې دي. محمد نبي ارغندیوال پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه شرکت عمومي اجرائيوي رئيس عبدالرحمن عطاش د دغه کانال له چارو څخه ليدنه کړې ده. عطاش مسولینو ته سپارښتنه کړې، چې د یاد کانال چارې د پلا…

2025-09-09 08:32 212۱ دقیقې لوستل
د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې ۹۳ سلنه بشپړې شوې

د ملي پراختیا شرکت ویاند وایي، د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز کېندلو چارې ۹۳ سلنه او د سربند جوړولو چارې نږدې ۸۲ سلنه بشپړې شوې دي.

محمد نبي ارغندیوال پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه شرکت عمومي اجرائيوي رئيس عبدالرحمن عطاش د دغه کانال له چارو څخه ليدنه کړې ده.

عطاش مسولینو ته سپارښتنه کړې، چې د یاد کانال چارې د پلان مطابق په معیاري او مسلکي توګه عملي کړي.


ارغندیوال زیاته کړې، چې د قوش‌تېپې کانال په مسیر کې د دوه پلونو چارې بشپړې شوې او د ۱۳ نورو پلونو چارې هم‌مهاله تر کار لاندې دي.

د نوموړي په خبره، د یاد کانال چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي.

د يادونې ده، چې د قوش‌تېپې کانال د ٢٨۵ کيلومترو په اوږدوالي او ۱۵۲ متره پلنوالي سره جوړېږي. 

د اسلامي امارت د چارواكو په وينا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد په شمال او شمال لوېديځو ولايتونو كې ۵۵۰ زره هكټاره ځمکه له آمو دریا څخه خړوبه شي.

لیکوال/اېډېټر: Khalid Sahar Nasiri
Khalid Sahar Nasiri
Khalid Sahar Nasiri

خالد سهار افغان خبريال دی. له تېرو څلورو کلونو راهيسې يې له بېلابېلو رسنيو سره د خبريال په توګه کار کړی دی. اوسمهال د هېواد د سياسي، امنيتي او ټولنيزو موضوعاتو په اړه د کوه نور خبري اژانس لپاره راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب