د سرپرست حکومت یو شمېر لوړ پوړو چارواکو نن په بلخ ولایت کې د قوش تېپې کانال لومړۍ برخه ګټې اخيستنې ته وسپارله.
د ملي پرمختیايي شرکت د معلوماتو له مخې، د دغه کانال د لومړي فاز چارې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شوې دي.
د قوش تېپې کانال لومړی فاز ۱۰۸ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د آمو سيند څخه پيل او تر دولت آباد ولسوالۍ پورې رسېږي.
د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، د لومړي فاز لپاره دوه کاله وخت په نظر کې نيول شوی وو؛ خو اوس یې چارې له ټاکلې نېتې شپږ مياشتې وړاندې بشپړې شوې.
د کانال د لومړي فاز له پای ته رسېدو وروسته د دویم فاز عملي چارې هم پیل شوې.
د قوش تېپې کانال دويم فاز د بلخ دولت آباد ولسوالۍ څخه پيل او د جوزجان آقچې ولسوالۍ څخه په تېرېدو د فارياب آندخوی ولسوالۍ ته رسېږي.
د کانال دويم فاز ۱۷۷ کيلو متره اوږدوالی لري.
د قوش تېپې کانال په درې فازونو کې جوړېږي، چې درېيم فاز کې يې د فرعي کانالونو چارې شاملې دي.
دغه کانال ۲۸۵ کيلو متره اوږدوالی، ۲۵ متره عرض او ۸.۵ متره ژوروالی لري، چې په یوه ثانيه کې ۶۶۸.۴ متر مکعب اوبه انتقالوي.
د قوش تېپې کانال د لومړي فاز د پای ته رسېدو په مراسمو کې زيات شمېر لوړ پوړو حکومتي چارواکو هم ګډون کړی وو.
د رييس الوزراء مرستیال آلحاج ملا برادر اخوند دې مراسمو کې د خبرو پر مهال وويل، چې د قوش تېپې کانال د چارو پیل دهيڅ ګاونډي هېواد پر ضد اقدام نه دی؛ بلکې دځان بساینې او خودکفایې او دخپلو زیرمو څخه داستفادي په موخه یې چارې پيل شوي دي.
هغه ډاډ څرګند کړ، چې د کانال د چارو بشپړتيا ته پوره ژمنتيا لري او په هر ډول شرايطو کې به یې کارونه بشپړوي.




