کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ماليې وزارت: تېر مالي کال د پراختيايي پروژو اوج وو

د ماليې وزارت په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې ويلي، د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره يې ۱ مليارد او ۵۰۵ مليونه افغانيو په ارزښت پراختيايي بوديجه منظور کړې وه. خبر پاڼه زياتوي، په پلي شويو پروژو کې د ګمرکونو د عصري کول( بیا رغونه، د برېښنايي سیستمونو رامنځته کول او د مسلکي ظرفيت لوړونې) د ملي بودیجې د پلان جوړونې اجرا، د ساتنې، سمون ا…

2024-02-04 04:30 103۱ دقیقې لوستل
د ماليې وزارت: تېر مالي کال د پراختيايي پروژو اوج وو

د ماليې وزارت په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې ويلي، د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره يې ۱ مليارد او ۵۰۵ مليونه افغانيو په ارزښت پراختيايي بوديجه منظور کړې وه.

خبر پاڼه زياتوي، په پلي شويو پروژو کې د ګمرکونو د عصري کول( بیا رغونه، د برېښنايي سیستمونو رامنځته کول او د مسلکي ظرفيت لوړونې) د ملي بودیجې د پلان جوړونې اجرا، د ساتنې، سمون او پراختيا پروژې او ملي بودیجه شامل وو.

په خبر پاڼه کې همداراز راغلي، د سیستمونو ظرفيت لوړونه، د تکنالوژيکي وسائلو او دفتري تجهيزاتو برابرول، د ظرفيت لوړونې او عامه پوهاوي پروژو ترڅنګ د لمريزې برېښنا سيستم چمتو کول هم د يادو پراختيايي پروژو برخې وې.

د ياد وزارت د مالوماتو له مخې د دغو پروژو ځينې يې تکمیل شوي او ځيني هغه يې بیا تر کار لاندې دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب