کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ملي تدارکاتو کمېسيون د ۴ ميليارده افغانيو په ارزښت ۱۴ پروژې منظوری کړې

اقتصادي معاونيت ويلي، د ياد معاونيت سرپرست په مشري د تدارکاتو ملي کمېسيون په غونډه کې له ۲۴ پروژو ۱۴ منظوری، ۶ تعديل او د يوې پروژې قرارداد لغوه شو.   په منظور شويو او تعديل شويو پروژو کې د کابل _ کندهار لويې لارې بيا رغونه، په بېلابېلو ولايتونو کې د برېښنا شرکت اړوند د برېښنايي وسایلو چمتو کول، د کابل ښار ځينو سر…

2024-06-05 21:10 119۱ دقیقې لوستل
د ملي تدارکاتو کمېسيون د ۴ ميليارده افغانيو په ارزښت ۱۴ پروژې منظوری کړې

اقتصادي معاونيت ويلي، د ياد معاونيت سرپرست په مشري د تدارکاتو ملي کمېسيون په غونډه کې له ۲۴ پروژو ۱۴ منظوری، ۶ تعديل او د يوې پروژې قرارداد لغوه شو.

 

په منظور شويو او تعديل شويو پروژو کې د کابل _ کندهار لويې لارې بيا رغونه، په بېلابېلو ولايتونو کې د برېښنا شرکت اړوند د برېښنايي وسایلو چمتو کول، د کابل ښار ځينو سرکونو جوړول او نورې پروژې شاملې دي.

 

د ياد معاونيت په خبره، د تدارکاتو کمېسيون ته يې دنده سپارلې ترڅو د يوې پروژې قرارداد بیا ځل ازادې داوطلبي ته وړاندې او دغه راز د دوو نورو پروژو قراردادونه په هر اړخيز ډول و ارزوي او د ياد کمېسيون له مشرتابه سره دې يې شريک کړي.

 

سرچينې د يادو قراردادونو په اړه معلومات ندي ورکړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب