د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکانو کمېسیون د درې میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۷ پروژو قراردادونه لاسلیک کړي دي.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې ۳۲ پروژې وړاندې شوې وې چې له جملې څخه یې ۱۷ پروژې منظور، نهه تعدیل او دوه نورې یې د ځینو ستونزو له امله رد شوې دي.
د یاد کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي چې په تایید شویو پروژو کې د کابل ارغندي کې د ترمینل جوړول، د هرات ګذرې ولسوالي کې د بار وړونکو موټرو له پاره د یوه تمځای جوړول او په بېلابېلو ولایتونو کې د نوري فایبر لین غځول شامل دي.




