ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا (جمعه) خپله غونډه کې د افغانستان په تړاو بحثونه وکړي.
د افغانستان لپاره د ياد سازمان مرستندويه ماموريت ويلي، دغې غونډې ته به د يوناما مشره روزا اوتنبايووا هم د افغانستان د روان وصغيت په اړه معلومات ورکړي.
ياده غونډه به سبا د کابل پر وخت شپږنيمې بجې پیل شي.
ملګري ملتونه د افغانستان په تړاو دغه غونډه داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو ځانکړي رپورټړ ريچارډ بینټ په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت پر وړاندې اندېښنه ښوولې وه او له دوی سره روان چلند یې جنسیتي تبعیض بللی وو، هغه چې د سرپرست حکومت وياند د اذهانو د خرابولو هڅه بللې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې مياشتې په ۳۰مه نېټه د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغانستان په اړه درېمه نړۍواله غونډه جوړيږي چې د سرپرست حکومت استازي به هم پکې کډون وکړي.




