کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ننګرهار هډې فارم بڼ د خرما په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی

کابل (کوه نور، ۱۴ اسد ۱۴۰۴): د ننګرهار وادې کرنیز امارتي شرکت هډې فارم خرما بڼ په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی او اټکل شوی چې سږکال به دغه بڼ ۲۰ ټنه خرما تولید کړي. د دې بڼ مسوول عبدالله اطرافي ویلي، د خرما دغه بڼ چې په ۲۰۱۰ کال کې جوړ شوی د خرما بوټي ورته له متحده عربي اماراتو راوړل شوي او شپږ ډوله حاصلات ورڅخه لاسته راځي…

2025-08-05 00:13 119۲ دقیقې لوستل
د ننګرهار هډې فارم بڼ د خرما په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی

کابل (کوه نور، ۱۴ اسد ۱۴۰۴): د ننګرهار وادې کرنیز امارتي شرکت هډې فارم خرما بڼ په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی او اټکل شوی چې سږکال به دغه بڼ ۲۰ ټنه خرما تولید کړي.

د دې بڼ مسوول عبدالله اطرافي ویلي، د خرما دغه بڼ چې په ۲۰۱۰ کال کې جوړ شوی د خرما بوټي ورته له متحده عربي اماراتو راوړل شوي او شپږ ډوله حاصلات ورڅخه لاسته راځي.

د اطرافي پر وینا «په دغه باغ کې تقریباُ ۲۷۰۰ بوټي دي چې هر وخت کې امراض راشي موږ دلته حفاظتي امریت لرو چې هغوی ته خبر ورکوو. د دې ترڅنګ موږ دلته ۶ ډوله خرما لرو چې د تېر کال پرتله به یې حاصلات هم زیات وي او د دې ترڅنګ مو ۲۵ جریبه بل باغ هم جوړ کړ.»

د ننګرهار د وادې کرنیز شرکت مسوولانو ویلي، ښایې سږکال د خرما له دې بڼ څخه ۲۰ ټنه خرما ترلاسه شي او پر وینا یې چې یاد ولایت کې یې د خرما د ترویج لپاره پخپلو هڅو کې چټکوالی راوستی دی.

د دې شرکت ویاند سید همایون غریبمل ویلي «په ۶۵ جریبه ځمکه دغه شرکت د خرما بڼونه جوړ کړي دي. چې له منځه یې له ۴۰ جریبه ځمکې موږ هر کال په پراخه پیمان د خرما حاصلات راټولو. تېر کال هم موږ ښه حاصلات درلودل، خو ورښتونو، ږلۍ او بادونو زموږ حاصلات له منځه یوړل.»

د یاد شرکت مسوولانو له سرپرست حکومت او خصوصي سکتور غوښتي چې هېواد کې دننه دي د خرما بڼونو جوړولو کې ډېروالی راوړي؛ ترڅو د بهرنیو هېوادونو د وارداتو پر ځای کورنۍ خرما د بازار غوښتنې پوره کړای شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب