کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د نولس کلنو کرکټ نړيوال جام؛ افغانستان سبا سه شنبه له نيوزيلنډ سره لوبه کوي

د نولس کلنو کم عمره لوبډلو پنځوس اوريز نړيوال جام د سويلي افريقا په کوربه توب پیل شوی. په روان نړيوال جام کې افغان کرکټ نولس کلنه لوبډله خپله دويمه لوبه د نیوزیلنډ هر وړاندې ترسره کوي. ياده لوبه به د سويلي افريقا په ويسټ لندن کې ښار کې د افغانستان پر وخت دولس نيمې بجې ترسره شي. افغان لوبډلې په دغه جام کې خپله لومړۍ لوب…

2024-01-21 18:40 98۱ دقیقې لوستل
د نولس کلنو کرکټ نړيوال جام؛ افغانستان سبا سه شنبه له نيوزيلنډ سره لوبه کوي

د نولس کلنو کم عمره لوبډلو پنځوس اوريز نړيوال جام د سويلي افريقا په کوربه توب پیل شوی.

په روان نړيوال جام کې افغان کرکټ نولس کلنه لوبډله خپله دويمه لوبه د نیوزیلنډ هر وړاندې ترسره کوي.

ياده لوبه به د سويلي افريقا په ويسټ لندن کې ښار کې د افغانستان پر وخت دولس نيمې بجې ترسره شي.

افغان لوبډلې په دغه جام کې خپله لومړۍ لوبه د پاکستان پر وړاندې بايللې وه.

په دغه نړيوال جام کې ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې لوبې کوي.

افغان لوبډله په ډي ګروپ کې له پاکستان، نیوزيلنډ، او نيپال سره لوبې کوي.

د يادونې وړ ده، چې افغان کرکټ نولس کلنې لوبډلی تر نړيوال جام د مخه د هند، سويلي افريقا او افغانستان ترمنځ په جوړ شوي درې اړخيزه لوبلړۍ کې هم لوبې کړې وې.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب