کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هرات حوزوي روغتون مسوولين: په دغه ولايت کې تنفسي ناروغي د تېر په پرتله ۲۵ سلنه ډېره شوې

د هرات حوزوي روغتون مسوولين وايي، دغه روغتون ته هره ورځ تر درې سوه په تنفسي ناروغې اخته کسان دغه روغتون ته راځي.د دغه روغتون مسوولين وايي، ډ يادو ناروغانو په شمېر کې د تېر په پرتله ۲۵ سلنه ډېر والی راغلی. وايي، ککړه هوا، وچکالي او د نشه يي توکو کارول د دغې ناروغۍ د پیدا کېدو لوی لاملونه دي. ورته مهال بیا په دغه ناروغي…

2024-01-23 19:58 81۱ دقیقې لوستل
د هرات حوزوي روغتون مسوولين: په دغه ولايت کې تنفسي ناروغي د تېر په پرتله ۲۵ سلنه ډېره شوې

د هرات حوزوي روغتون مسوولين وايي، دغه روغتون ته هره ورځ تر درې سوه په تنفسي ناروغې اخته کسان دغه روغتون ته راځي.
د دغه روغتون مسوولين وايي، ډ يادو ناروغانو په شمېر کې د تېر په پرتله ۲۵ سلنه ډېر والی راغلی.

وايي، ککړه هوا، وچکالي او د نشه يي توکو کارول د دغې ناروغۍ د پیدا کېدو لوی لاملونه دي.

ورته مهال بیا په دغه ناروغي اخته کسان وچکالي، دوړې او بادونه هم د دغې ناروغي د پېدا کېدو لاملونه بولي.

د دغه ولايت اوسېدونکي له حکومت غواړي ترڅو د ککړې هوا د مخنيوي لپاره لاس پکار شي.

د هرات مسوولين هم په دغه ولايت کې ککړه هوا مني او وايي د شنه کمربند لپاره هلې ځلې کوي.

د‌ يادونې ده، چې هرات د افغانستان د لوي ولايتونو له جملې څخه دی چې له کابل وروسته د ډېرو نقليه وسايطو درلودونکی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب