د هېواد شمال کې د زلزله ځپليو لپاره د جاپان مرستې کابل ته راورسېدې
کابل کې د جاپان سفارت خبر ورکړی چې د افغانستان شمال کې يې د زلزله ځپليو لپاره بیړنۍ مرستې کابل ته را رسېدلي دي.دغه سفارت نن ويلي، دغه مرستو کې کمپلې او توشکې شامل دي چې زيانمنو سیمو کې به خلکو ته ووېشل شي.سرچینې ويلي، دغه مرستې يې کابل کې د سرې مياشتې مسوولانو ته سپارلي دي.کابل کې د جاپان سفير هيله ښودلې چ…
2025-11-08 07:29 230۱ دقیقې لوستل
کابل کې د جاپان سفارت خبر ورکړی چې د افغانستان شمال کې يې د زلزله ځپليو لپاره بیړنۍ مرستې کابل ته را رسېدلي دي.
دغه سفارت نن ويلي، دغه مرستو کې کمپلې او توشکې شامل دي چې زيانمنو سیمو کې به خلکو ته ووېشل شي.
سرچینې ويلي، دغه مرستې يې کابل کې د سرې مياشتې مسوولانو ته سپارلي دي.
کابل کې د جاپان سفير هيله ښودلې چې دغه مرستې ژر تر ژره تر اغېزمنو خلکو ورسېږي.
هغه همداراز ډاډ ورکړی چې هېواد يې له افغانستان سره ولاړ دی.
د عامې روغتيا وزارت د وروستيو معلوماتو پر بنسټ دغه زلزله کې ۲۷ تنه مړه او ۹۵۶ نور ټپيان شول.
د يادونې ده چې دغه زلزله د ریختر په کچه ۶.۳ درجې وه.

Hamdullah Danishحمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.