کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هېواد په دولسو ګمرکي بندرونو کې د ۸ مليارده افغانيو په ارزښت برېښنايي سکنرونه فعاليږی

اقتصادي کمېسیون د هېواد په دولس ګمرکي بندرونو کې‌ د الکټرونیکي سکنرونو د نصب طرحه منظوره کړه دغه طرحه چې د ماليې وزارت له لوري اقتصادي کمېسیون ته استول شوې وه منظور شوه. د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، دغه سکنرونه به د خصوصي سکتور له لوري د هېواد په دولس ګمرکي بندرونو کې نصب شي. د دغه معاونيت د مالوماتو له مخ…

2024-02-07 22:06 93۱ دقیقې لوستل
د هېواد په دولسو ګمرکي بندرونو کې د ۸ مليارده افغانيو په ارزښت برېښنايي سکنرونه فعاليږی

اقتصادي کمېسیون د هېواد په دولس ګمرکي بندرونو کې‌ د الکټرونیکي سکنرونو د نصب طرحه منظوره کړه

دغه طرحه چې د ماليې وزارت له لوري اقتصادي کمېسیون ته استول شوې وه منظور شوه.

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، دغه سکنرونه به د خصوصي سکتور له لوري د هېواد په دولس ګمرکي بندرونو کې نصب شي.

د دغه معاونيت د مالوماتو له مخې خصوصي سکتور به په دغه سکنرونو اته مليارده افغانۍ پانګونه کوي.

د مالوماتو له مخې دغه سکنرونه به تر راتلونکو دوو کلونو نصب او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب