کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هېواد په ۱۲ ګمرکونو کې د برېښنایي سکنرونو د نصب‌ولو تړون لاسليک شو

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، د دغه معاونيت د سرپرست په شتون کې د ماليې وزارت او خصوصي سکتور له لوري د هېواد په دولس بندرونو کې د ۳۳ برېښنايي سکنرونو د نصبولو تړون لاسليک شو. د سرچینې په خبره، قراردادي شرکت به د (تورخم، حيرتان، سپين بولدک، اسلام‌کلا، تورغونډۍ، نيمروز، ابونصر فراهي، خ…

2024-07-26 23:34 139۱ دقیقې لوستل
د هېواد په ۱۲ ګمرکونو کې د برېښنایي سکنرونو د نصب‌ولو تړون لاسليک شو

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، د دغه معاونيت د سرپرست په شتون کې د ماليې وزارت او خصوصي سکتور له لوري د هېواد په دولس بندرونو کې د ۳۳ برېښنايي سکنرونو د نصبولو تړون لاسليک شو.

د سرچینې په خبره، قراردادي شرکت به د (تورخم، حيرتان، سپين بولدک، اسلام‌کلا، تورغونډۍ، نيمروز، ابونصر فراهي، خوست، پکتيا، اقينې او شېرخان) بندرونو کې د هر ډول توکو د سکن کولو په موخه برېښنايي سکنرونو نصب کړي.

وړاندې ليکل شوي، د دغه سکنرونو ساختماني چارې به په دوو کالونو کې بشپړې شي او دوه زره کسانو ته به پکې د کار کولو زمينه برابره شي.

د دغه تړون ارزښت اته میلیارده افغانۍ ښودل شوی دی.

 

د يادونې وړ ده چې د دغه سکنرونو د نصبولو تړون د بین الوزرارتي کمېټې له لوري تاييد شوی او د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت له لوري تاييد شوی وو چې نن يې د نصبولو تړون لاسليک شو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب