د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې لخوا په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د دغې ادارې مشر ډاکټر عبدالباري عمر پرون دوشنبه د يونېسف د روغتيا برخې له مشرې فوزيه شفیق سره کتلي.
خبر پاڼه کاږي د دغې ادارې مشر عبدالباري عمر له دوی وغوښتل، چې له دوی سره دې د پرمختللو لابراتوارونو د جوړولو تر څنګ هر اړخيزه همکاري وکړي، تر څو هېواد يې د درملو او خوړو په برخه کې له بيروني احتياجه خلاص شي.
په خبر پاڼه کې راغلي، د يونېسف روغتيا برخې مشرې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړی او ويلي يي دي، چې په هر ډول شرايطو کې په افغانستان کې پاتې کيږي.
د يونېسف اداري پلاوي ويلي، دوی د افغانستان داخلي درملو سروی کوي، چې له مخې به يې له دغې سروی وروسته داخلي توليداتو څخه ګټه واخلي.
د درملو ادارې سرپرست له دوی غوښتي، چې ياده سروې دې د دوی په رهبرۍ د اداري اصولو سره سم ترسره شي.




