د اردن هېواد په (UIC) کلنۍ غونډه کې د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت ګډون کړی و.
په دغه غونډه کې د غړیو هېوادونو د استازو لخوا د اوسپنیزي کرښې اړوند موضوعاتو باندې بحث شوی دی.
یاده غونډه کې غړیو هېوادنو د سیمي په کچه د اوسپنیزې کرښې د خدمتونو یکسانوالي، د خدمتونو ډیجټالایزېشن او همدارنګه د کرښې برېښنایې کېدو په اړه د ګډونکونکو لخوا بحثونه شوي او دغه راز د اورګاډي د مخابراتي سیسټم او ارتباطاتو په اړه نوي سیسټمونه معرفي شوي دي.
ورته مهال د غړو هېوادونو استازو په بندرونو باندې د اورګاډي د تګ ـ راتګ د چارو په ګړندي کېدو او د خدمتونو په بریښنایي کېدو هوکړه کړې ده.




