پاکستان د خپل روان بد اقتصادي وضعیت له امله د پي آی اې هوایي شرکت د پنځو الوتکو فعالیت ځنډوي.
د پاکستان د ملي هوایي شرکت یا (PIA) ویاند عبدالله خان ویلي، چې دا هوایي شرکت اوسمهال له سختو مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
پاکستان داسې حال کې دا الوتکې دروي، چې د دغه هوایي شرکت نږدې نیمایي الوتکې زړې شوي او اوس د هغو لپاره د پرزو او وسایلو رانیولو ته حیران دی.
د امریکايي رسنۍ بلومبرګ د راپور له مخې، پي آی اې له بهرنیو شرکتونو الوتکې په کرایه کړي، چې د کرایې پیسې یې نهشي برابرولی.
د پي آی اې چارواکو په وینا، دوی باید دې شرکتونو ته د کرایې لپاره سل میلیونه ډالر ورکړي.
پاکستاني رسنۍ وایي، که حالات همداسې روان وي، وېره شته چې روانه میاشت د پي آی اې ټولې الوتکې له الوتنو ووځي.
د بلومبرګ د راپور پر اساس، پر پي آی اې د بهرنیو شرکتونو پور تر دوه نیم میلیون ډالرو اوړي، چې دا د دې شرکت د ټولې شتمنۍ پنځه برابره ده.
پي آی اې ټولټال ۳۱ الوتکې لري، چې له ډلې یې شااوخوا ۱۵ په کرايه نيولي دي.
ا خبر داسې مهال خپرېږي، چې پاکستان تر بل هر وخت زیات، له سخت اقتصادي او سیاسي بحران سره مخامخ دی.




