د پاکستان حکومت ادعا کړې، چې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د تېرې ورځې ځانمرګی برید د یو افغان وګړي له لوري شوی دی.
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې یاد کس د «ربین الله» په نوم پر یو شناختي کارډ پاکستان ته ورغلی و.
بل لورته افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې د یک شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستاني پوځیانو پر موټریز کاروان ځانمرګی برید وشو.
د راپورونو له مخې، په دې برید د ۱۳ پوځیانو په ګډون، ۸ ملکیان ټپیان شوي او یو بل وژل شوی دی.
په پېښه کې د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.
د دغه برید مسؤلیت د پاکستان تحریک طالبان پورې اړوند د حافظ ګل بهادر ډلې منلی دی.
بنو تر دې وړاندې هم پر پاکستاني پوځیانو د خونړیو بریدونو شاهده وه.
دا برید په داسې حال کې کېږي، چې تازه د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر په دغه هېواد کې د وسله والو ډلو په له منځه وړلو ټینګار کړی دی.
سرفراز بګټي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې که په هره بیه وي، پاکستان کې به ټول وسله وال له منځه وړي.
پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم هلته افغانان په امنیتي پېښو کې افغانان په لاس لرلو تورن کړي؛ هغه څه چې افغان حکومت یې ردوي.
د پاکستان حکومت ادعا: بنو کې پرونی برید یو افغان کړی
د پاکستان حکومت ادعا کړې، چې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د تېرې ورځې ځانمرګی برید د یو افغان وګړي له لوري شوی دی. پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې یاد کس د «ربین الله» په نوم پر یو شناختي کارډ پاکستان ته ورغلی و. بل لورته افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.د یادون…




