کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پاکستان له لارې افغانستان سره د هند سوداګري د زیان له ګواښ سره مخ ده

د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون (PBF) ویلي، هند به د پاکستان له خاورې د ټرانزیټي محدودیتونو له امله افغانستان سره په سوداګرۍ کې شاوخوا ۱.۱۴مېلیارده ډالر مالي زیان وویني. پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون د چارواکو له حوالې لیکلي، چې هند هر کال شاوخوا ۶۴۰ مېلیونه ډالر مالونه د پاکستان له لارې اف…

2025-04-27 22:04 100۱ دقیقې لوستل
د پاکستان له لارې افغانستان سره د هند سوداګري د زیان له ګواښ سره مخ ده

د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون (PBF) ویلي، هند به د پاکستان له خاورې د ټرانزیټي محدودیتونو له امله افغانستان سره په سوداګرۍ کې شاوخوا ۱.۱۴مېلیارده ډالر مالي زیان وویني.

پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون د چارواکو له حوالې لیکلي، چې هند هر کال شاوخوا ۶۴۰ مېلیونه ډالر مالونه د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدوي؛ اوس دغه سوداګریز بهیر له جدي خنډونو سره مخ شوی او د هند لپاره د پام وړ مالي زیانونه رامنځته کولای شي.

 

دغه مسئله وروسته له هغې راپورته کېږي چې په هندي کشمیر کې د وروستي ترهګریز برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ او پر یو بل فشارونو زور واخیست.

 

د APP خبري اژانس د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال له اپرېل څخه تر ۲۰۲۵ د جنورۍ پورې هند شاوخوا ۵۰۰ مېلیونه ډالر توکي پاکستان ته صادر کړي دي؛ خو له پاکستانه يې یوازې ۴۲۰ زره ډالره واردات کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب