د ریاستالوزراء اقتصادي معاونيت يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د کابل سروبي ولسوالۍ کې، له نغلو بند سره نږدې د لس مېګاواټه لمريزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو چارې پيل شوې.
خبرپاڼه زياتوي، د لمریزې برېښنا د تولید دغه پروژه د خصوصي سکټور له لوري د یو کال په موده کې بشپړېږي، چې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کېږي.
د دې پروژې د پيل مراسمو کې د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر ويلي، په کور دننه د برېښنا تولید یې په لومړیتونو کې ځای لري.
هغه په ټولو پانګوالو غږ کړی، چې د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې: «نن د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د پيل شاهدان یو د برېښنا د تولید په برخه کې به د افغانستان اړتیا ته په کتو دا پروژه کوچنۍ ښکاري، خو ما ته خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې ډېره مهمه ده. دا د دې ښکارندويي کوي چې موږ خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې لس مېګاواټه د نورو له احتیاجه خلاص شوو.»
نوموړي همدا راز ويلي، د برېښنا اهمیت ته په کتو يې وپيتيله، چې له ترکمنستان څخه د راتلونکي ۵۰۰ کیلو ولټ لین پروژې د چارو بشپړولو قرارداد د یو کان په بدل کې افغان انوېسټ شرکت ته ورکړي.
ملا برادر زياته کړې، چې په دې سره به افغانستان ته د سلګونو مېګاواټه برېښنا د انتقال زمینه برابره او په کلني ډول به ۲۰۰میلیونه ډالره سپما شي.




