کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کابل شانګهای تر منځ هوايي دهلېز پرانېستل شو

 ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د کابل - شانګهای تر منځ هوايي دهلېز نن «یکشنبه د اکتوبر ۸مه» پرانېستل شو. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ويلي، د یاد هوايي دهلېز له لارې به د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتو نو له لوري چين هېواد شانګهای ښار ته د زڼغوزيو صادرات پیل شي خبرپاڼه زياتوي، د دې دهلېز په پ…

2023-10-08 02:00 96۲ دقیقې لوستل
د کابل شانګهای تر منځ هوايي دهلېز پرانېستل شو

 ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د کابل - شانګهای تر منځ هوايي دهلېز نن «یکشنبه د اکتوبر ۸مه» پرانېستل شو.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ويلي، د یاد هوايي دهلېز له لارې به د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتو نو له لوري چين هېواد شانګهای ښار ته د زڼغوزيو صادرات پیل شي

خبرپاڼه زياتوي، د دې دهلېز په پرانېستو سره به د هوايي ټرانسپورټ له لارې د هيواد سوداګريزه پراختيا رامنځته او کورني توکي به په نړيوال بازار کې د افغانستان په نوم پلورل کېږي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې هوايي دهلېز د پرانېستې پر مهال ویلي: «هغه هېوادونه چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته ژمن دي.»

هغه زياته کړې، چې د افغانستان اقتصادي وضعيت د پرمختګ پر لوري روان دی او دا د سوداګرو او صنعت کارانو د هڅو پايله ده.

نوموړي په کور دننه او بهر مېشت افغان پانګوالو غږ کړی، چې په افغانستان کې دې پانګونه وکړي.

ملا برادر ويلي، د افغانستان اسلامي امارت د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پربنسټ ښې اړيکې غواړي، په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان مهاجرینو سپکاوی دوی ته د منلو وړ نه دی 

هغه له نورو هېوادونو د متقابل احترام غوښتنه کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب