د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د صادراتو ملي ورځې نمانځغونډې کې ویلي، د سرپرست حکومت د حکم پر اساس له نړیوالو معیارونو سره سم د کابل په ګډون د هېواد په شپږو ولایتونو کې د صادراتو د پروسس زونونه جوړیږي.
د نوموړي په وینا، د دغو زونونو ځمکې د انتقال او ملکیت چارې یې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکې کې به د صادراتو د معیاري کولو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د هېواد له ۱۳ ولایتونو څخه د نړۍ هېوادونو ته صادرات ترسره کېږي چې سرپرست حکومت په یادو ولایتونو کې د صادراتي پروسې
تسهیل او تسریع لپاره دفترونه جوړ کړي چې د څو ورځو کار په ډېر کم وخت کې ترسره کوي.




