کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري د سرپرست حکومت په استازیتوب د روسیې هېواد د سنټ پټرزبرک په ۲۷مه اقتصادي سرمشریزه غونډه کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته رسېدلی.
ټاکل شوې دغه غونډه د رواني مې میاشتې تر ۸مې نیټې پورې دوام وکړي.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر به په یاده اقتصادي سرمشریزه کې د سیمې او نړۍ هېوادنو سره د سوداګریزو فرصتونو سربېره د ګڼ شمېر هېوادنو او سیمهایزو او نړیوالو سازمانونو له استازو سره هم لیدنې ولرې.
د یادونې وړ ده چې د روسیې د سنټ پترزبرګ اقتصادي سرمشریزه له ۲۷ کلونو راهیسې د روسیې په اقتصادي پلازمینه سنټ پټرزبرګ کې د لسګونه زره میلمنو په حضور کې جوړیږي او د نړۍ د بېلابېلو اقتصادي ارزښتمنو موضوعاتو په اړه پهکې خبرې کېږي.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست د سنټ پټرزبرګ په اقتصادي سرمشریزه کې د ګډون په موخه روسیې ته رسېدلی
کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري د سرپرست حکومت په استازیتوب د روسیې هېواد د سنټ پټرزبرک په ۲۷مه اقتصادي سرمشریزه غونډه کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته رسېدلی.ټاکل شوې دغه غونډه د رواني مې میاشتې تر ۸مې نیټې پورې دوام وکړي.د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزی…

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.



