کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کانونو او پټروليم وزارت: غواړو راتلونکي کې نورو هېوادونو ته سمنټ صادر کړو

د کانونو او پټروليم وزارت وياند، همايون افغان پر اېکس ټولنیزه پاڼه ليکلي، سبا به د هرات د سیمنټو پروژه په کور دننه له يوه پانګوال سره لاسليک شي. د هرات فابريکه د قندهار او جبل السراج وروسته دريمه فابريکه ده، چې د سمنټو د استخراج په موخه خصوصي سکتور ته ورکول کيږي.  افغان ويلي، د دې درې واړو پروژ د سمنټو کلنی توليد…

2023-10-14 04:08 253۲ دقیقې لوستل
د کانونو او پټروليم وزارت: غواړو راتلونکي کې نورو هېوادونو ته سمنټ صادر کړو

د کانونو او پټروليم وزارت وياند، همايون افغان پر اېکس ټولنیزه پاڼه ليکلي، سبا به د هرات د سیمنټو پروژه په کور دننه له يوه پانګوال سره لاسليک شي.

د هرات فابريکه د قندهار او جبل السراج وروسته دريمه فابريکه ده، چې د سمنټو د استخراج په موخه خصوصي سکتور ته ورکول کيږي. 

افغان ويلي، د دې درې واړو پروژ د سمنټو کلنی توليد به ۴ - ۵ مليونو ټنو پورې ورسيږي.

د‌ ده په خبره د هېواد کلنۍ اړتيا  ۳ - ۴ مليونه ټنو پورې ده، چې پاتې برخه به يې بهرنيو هېوادونو ته صادر کړي.

هغه همدا راز ويلي، د لوګر او جوزجان سمنټ هم اعلان ته سپارل شوي دي.

نوموړي زياته کړې، چې داخلي سمنټ به د هېواد په ټولو لويو پروژو کې د استفادې وړ وګرځي.

تېره ورځ د جبل السراج د سمنټو فابريکې د استخراج چارې له يوه قطري شرکت سره لاسليک شوې.

 دغه شرکت به د جبل السراج د سمنټو فابريکه کې ۲۲۰ ميلیونه دالره پانګونه کوي.

دې پروژه کې شاوخوا ۵ زرو کسانو ته د کار زمينه برابريږي او د قرارداد وخت یې ۳۰ کاله دی.

افغانستان ته اوس مهال ډیری سیمنټ له ايران او پاکستان څخه راځي. په کور دنننه یو شمېر پانګه‌وال د بهرنيو سمنټو له لوړ قيمت او ټيټ کيفیت څخه شکايت کوي. د دوی په وینا، که د هېواد دنننه د سمنټو توليد زيات شي، له یوه اړخه به خلکو ته د کار زمينه برابره او له بله اړخه به افغانستان د نورو هېوادونو له احتياج خلاص شوی وي.

لیکوال/اېډېټر: Imran Danish
Imran Danish
Imran Danish

افغان خبريال

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب