د کانونو او پټروليم وزارت وايي، د پیرو بتهن په نوم يوه اېټالوي پانګوال غواړي، چې د افغانستان د رخام، تراورتین او مرمر ډبرو په برخه کې پانګونه وکړي.
دغه وزارت وايي، چې بتهن د سینګاري ډبرو متخصص او د نیچرال سټون قراردادي کمپنۍ رئيس دی.
د کانونو او پټروليم وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور د پنجشنبې ورځ «د سپتمبر ۲۱مه» له دغه له پيرو بتهن سره وليد او د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې شته فرصتونه او اسانتیاوې یې ورسره شریکې کړې.
خبرپاڼه زياتوي: «ښاغلي پیرو بتهن د افغانستان د کانونو د سکټور په برخه کې بهرنیو پانګوالو ته د شته فرصتونو او اسانتیاو په رامنځته کولو خوښي څرګنده کړه او د رخام، تراورتین، مرمر ډبرو په برخه د پانګونې غوښتنه وکړه، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.»
د کانونو او پټروليم وزارت تر دې وړاندې هم د کانونو په برخه د ځينو برېتانوي او نورو بهرنيو پانګوالو د لېوالتيا خبر ورکړی وو.
دغه وزارت څو ورځې وړاندې له چينايي، ترکي، ايراني، پاکستاني او برېتانوي شرکتونو سره د شاوخوا ۶ میلياده ډالرو په ارزښت د کانونو د استخراج تړونونه لاسليک کړل.




