کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کرکټ نړیوالې شورا پر افغان لوبغاړو د پاکستان برید وغانده

د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان پوځي رژیم له لوري د افغانستان کورني کرکټ پر لوبغاړو برید په کلکه غندلی او دا یې یو ظالمانه عمل بللی دی. یادې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغو لوبغاړو پر مرګ ژوبلې خواشیني ښودلې او د افغانستان له کرکټ بورډ سره یې خپله ژوره خواخوږي شریکه کړې ده. په ورته مهال، افغان کرکټ بورد هم د کرکټ…

2025-10-18 23:04 391۲ دقیقې لوستل
د کرکټ نړیوالې شورا پر افغان لوبغاړو د پاکستان برید وغانده

د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان پوځي رژیم له لوري د افغانستان کورني کرکټ پر لوبغاړو برید په کلکه غندلی او دا یې یو ظالمانه عمل بللی دی.

یادې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغو لوبغاړو پر مرګ ژوبلې خواشیني ښودلې او د افغانستان له کرکټ بورډ سره یې خپله ژوره خواخوږي شریکه کړې ده.

په ورته مهال، افغان کرکټ بورد هم د کرکټ نړیوالې شورا د یاد دریځ هرکلی کړی او دا یې د بې پرېتوب اصل ګڼلی دی.

په همدې حال کې د هند کرکټ بورډ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر دې پېښه خواشیني ښودلې او له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې په ملکي وګړو برید وکړ چې د کورني کرکټ درېیو لوبغاړو په ګډون اته تنه په کې شهیدان او لږ تر لږه لس نور لوبغاړي او ملکیان ټپیان شول.

دغه لوبغاړي د پکتیکا په مرکز ښرنه کې له یوې سیمه ییزې لوبې وروسته ارګون ولسوالۍ ته ستانه شوي وو.

له بلې خوا، د کرکټ ملي لوبغاړو هم د پاکستان یاد برید غندلی او دا یې له نړیوالو او بشري اصولو سرغړونه بللې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ تېره شپه اعلان وکړ چې د یاد برید په غبرګون کې له پاکستان سره کېدونکې لوبلړۍ لغوه کوي او دغه عمل په کلکه غندي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب