کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کليو او پراختيا وزیر: د واخان ـ چين نښلیدونکي سرک چارې په چټکۍ روانې دي

د کليو د بيا رغونې او پراختيا سرپرست وزير ملا محمد يونس اخوندزاده کابل کې د چين له سفير جاوشينګ او مل پلاوي سره ليدلي دي. د چين سفير د واخان او چين ترمنخ جوړیدونکي سرک ته په اشارې ويلي، هېواد یې د پرمختيايي او بنسټيزو پروژو په برخه کې له افغانستان سره همکاري ته چمتو دی. ورته مهال بیا د کليو د بيا رغونې او پراختيا سرپرس…

2024-04-08 23:43 135۱ دقیقې لوستل
د کليو او پراختيا وزیر: د واخان ـ چين نښلیدونکي سرک چارې په چټکۍ روانې دي

د کليو د بيا رغونې او پراختيا سرپرست وزير ملا محمد يونس اخوندزاده کابل کې د چين له سفير جاوشينګ او مل پلاوي سره ليدلي دي.

د چين سفير د واخان او چين ترمنخ جوړیدونکي سرک ته په اشارې ويلي، هېواد یې د پرمختيايي او بنسټيزو پروژو په برخه کې له افغانستان سره همکاري ته چمتو دی.

ورته مهال بیا د کليو د بيا رغونې او پراختيا سرپرست وزير له سرپرست حکومت سره د چين له سیاسي او اقتصادي همکاري مننه کړې او ويلي يې دي په نږدې راتلونکي کې به افغانستان له چين سره ونښلول شي.

نوموړي ويلي، دغه سرک به د افغانستان او چين ترمنځ اقتصادي پياوړتيا رامنځته او همداراز به چين له منځني آسيا سره ونښلول شي.

د يادونې ده چې چين دوه ورځې وړاندې کابل کې د ۷۱ ميليونه ډالرو په ارزښت د ۵۶ استوګنيزو بلاکونو چارې پيل کړې چې په راتلونکي درې کلونو کې به بشپړې شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب