د رياست الوزراء اقتصادي معاونیت په يوه خبرپاڼه کې وايي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا ۷ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.
خبرپاڼه زياتوي، د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
یادې غونډې ته ۲۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوي، چې له جملې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور او د دوو نور لغوه شوي دي.
منظور شوې پروژې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، مالیې، لوړو زده کړو، اوبو او انرژۍ او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۷ میلیارده افغانیو ته رسېږي.
د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت وايي، په یادو منظور شوو پروژو کې د پاشدان، شاه و عروس او کمال خان بندونو د پاتې چارو بشپړېدل، په کندهار، بلخ او بادغیس ولایتونو کې خلکو ته د څښاک اوبو رسول، په مختلفو ولایتونو کې هېوادوالو ته د هغوی د اړتیا وړ برېښنا چمتو کېدل، هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنيټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي.
سرچينه وايي، د دې پروژو په پلې کېدو سره به زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.




