کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ۱۴۵ ميليونه ډالرو په ارزښت د لوګر د سیمنټو توليدي کارخونې تړون لاسليک شو

اقتصادي معاونيت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، نن سه شنبه د کانونو پټروليم وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ لاسليک شو.   د سرچینې په‌ خبره، دغه پروژه د لوګر په التمور سیمه کې شتون لري چې قراردادي شرکت به پرې ۱۶۳ ميليونه ډالره پانګونه وکړي.   د يادې پروژې له لارې به په ورځني ډول ۲۵۰۰ ټنه سمنټ استخراج شي او سلګونو تنو…

2024-12-24 01:19 87۱ دقیقې لوستل
د ۱۴۵ ميليونه ډالرو په ارزښت د لوګر د سیمنټو توليدي کارخونې تړون لاسليک شو

اقتصادي معاونيت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، نن سه شنبه د کانونو پټروليم وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ لاسليک شو.

 

د سرچینې په‌ خبره، دغه پروژه د لوګر په التمور سیمه کې شتون لري چې قراردادي شرکت به پرې ۱۶۳ ميليونه ډالره پانګونه وکړي.

 

د يادې پروژې له لارې به په ورځني ډول ۲۵۰۰ ټنه سمنټ استخراج شي او سلګونو تنو ته به پکې د کار زمينه برابره شي.

 

سرچينې ليکلي، ياد شرکت به د سیمې اوسېدونکو ته روغتيايي او ښوونيز خدمتونه هم وړاندې کړي.

 

بايد‌ ياده شي چې د سرپرست حکومت په راتګ سره د کانونو پټروليم وزارت اوخصوصي شرکتونو ترمنځ د سمنټو څلور پروژې د ۶۲۳ ميليونه‌ ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي چې کارونه يې روان دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب