کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ۱۹ کلنو نړۍوال جام ته د غوراوي سیالۍ؛ افغان لوبډله سبا د عمان په وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي

کرکټ بورډ نن د ۲۰۲۶ کال نړیوالو جام ته د لارموندنې لپاره له د نوولس کلنو د کم‌عمره افغان کرکټ لوبډلې مهالوېش په ډاګه کړ.   ټاکل شوې، د نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام په غوراوي پړاو سبا په نیپال کې پیلېږي او د افغان لوبډلې په ګډون په‌ کې پنځه لوبډلې برخه لري. د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې لیکل…

2025-04-11 22:51 221۱ دقیقې لوستل
د ۱۹ کلنو نړۍوال جام ته د غوراوي سیالۍ؛ افغان لوبډله سبا د عمان په وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي

کرکټ بورډ نن د ۲۰۲۶ کال نړیوالو جام ته د لارموندنې لپاره له د نوولس کلنو د کم‌عمره افغان کرکټ لوبډلې مهالوېش په ډاګه کړ.

 

ټاکل شوې، د نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام په غوراوي پړاو سبا په نیپال کې پیلېږي او د افغان لوبډلې په ګډون په‌ کې پنځه لوبډلې برخه لري.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په یادو سیالیو کې پنځه لوبډلې برخه لري او هره لوبډله څلور لوبې ترسره کوي چې له مخې به یې مخکښه لوبډله د کرکټ نړۍوالې شورا د نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام سیالیو ته لار ومومي.

سرچینه همداراز زیاتوي چې د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به افغان لوبډله سبا د (اپرېل ۱۳مه) په خپله لومړۍ لوبه کې د عمان د نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

باید وویل شي چې افغان نوولس کلنو ځوانانو دوه ورځې وړاندې د درو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ (۲-۱) په مقابل کې، د نیپال نوولس کلنۍ لوبډلې څخه وګټله.

د یادولو ده چې د نوولس کلنو راتلونکي ۲۰۲۶ کال په لومړیو دوه میاشتو کې به په نمیبیا او زمبابوې هېوادونو کې ترسره شي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب