د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور وايي، د جبل السراج د سمنټو فابريکي قرارداد نن له يوه قطري شرکت سره لاسليک شو.
هغه زياتوي، چې دغه شرکت به د جبل السراج د سمنټو فابريکه کې ۲۲۰ ميلیونه دالره پانګونه کوي.
د دلاور په وینا، دې پروژه کې شاوخوا ۵ زرو کسانو ته د کار زمينه برابريږي. نوموړی وايي، د دې پروژې د قرارداد وخت ۳۰ کاله دی.
هغه زیاتوي، چې دا فابریکه به په یو کال کې د نړېوالو معیارونو سره برابر یو نیم میلیون ټن سمنټو د تولید ظرفیت ولري.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کندهار او هرات ولایتونو د سمنټو، د هرات د نفتو او ګازو، د بدخشان د سرو زرو او د پنجشیر ولایت د زمرد د پروژو په اړه هم معلومات ورکړل او دغه پروژې یې د هېواد د اقتصاد د ودې او پراختیا لپاره مهمې او حیاتي وبللې.
د قطر د الهام الولي شرکت مشر هم د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه څخه د دې پروژې د بشپړولو له امله مننه وکړه او دا یې د افغانستان د کارموندنې او ودې لپاره یو اساسي او مهم ګام وباله.




