کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

رابرټ ډېکسن: له افغانانو سره د اقلیمي بدلون برخه کې تخنیکي او بشري مرستي کوو

  دافغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر رابرټ ډېکسن د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي رییس مولوي ذاکر سره لیدلي. دې لیدنه کې ډېکسن ویلي، لندن له سر پرست حکومت سره د نړۍ د اړیکو د پراخېدو په برخه کې همکاري کوي. نوموړي دغه راز ویلي، لندن هڅه کوي څو له افغانستان سره د دوحې په درېیمه ناسته کې د ه…

2024-08-09 04:32 99۱ دقیقې لوستل
رابرټ ډېکسن: له افغانانو سره د اقلیمي بدلون برخه کې تخنیکي او بشري مرستي کوو

 

دافغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر رابرټ ډېکسن د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي رییس مولوي ذاکر سره لیدلي.

دې لیدنه کې ډېکسن ویلي، لندن له سر پرست حکومت سره د نړۍ د اړیکو د پراخېدو په برخه کې همکاري کوي.

نوموړي دغه راز ویلي، لندن هڅه کوي څو له افغانستان سره د دوحې په درېیمه ناسته کې د همکارو بنسټونو او ښکېلو اړخونو له لوري شوې ژمنې عملي شي. 
رابرټ ډېکسن ډاډ ورکړی چې برېتانیا به له افغانان سره د اقلیمي بدلون برخه کې تخنیکي او بشري مرستي وکړي. 

ورته مهال مولوي ذاکر دغه راز ویلي، سرپرست حکومت چاته ستونزې نه جوړوي او هڅه کوي د سیمې او نړۍ په کچه د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې له ټولو اړخونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب