کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

راشد خان په یو ورځنیو سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ

دافغانستان کرکټ ملي لوبډ‌لې لوبغاړی او د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر «راشد خان» د یو ورځنیو سیالیو د توپ‌اچونکو په تازه درجه‌بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی. د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په اعلان شوي تازه درجه‌بندۍ کې راشد خان لومړی مقام پاکستاني تیز توپ‌اچونکی شاهین شاه افریدي دویم مقام او…

2024-11-28 01:07 147۱ دقیقې لوستل
راشد خان په یو ورځنیو سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ

دافغانستان کرکټ ملي لوبډ‌لې لوبغاړی او د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر «راشد خان» د یو ورځنیو سیالیو د توپ‌اچونکو په تازه درجه‌بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په اعلان شوي تازه درجه‌بندۍ کې راشد خان لومړی مقام پاکستاني تیز توپ‌اچونکی شاهین شاه افریدي دویم مقام او د سویلي افریقا ورو توپ‌اچونکي کېشف مهاراج درېیم مقام خپل کړی دی.

دغه راز راشد د پنځوس اوریزو سیالیو سربېره په شل اوریزو لوبو کې هم اووم او فضل‌حق فاروقي لسم ځای لري.

د ویلو ده چې راشد خان به راتلونکي کال ته د هند سوداګریز لیګ کې د ګجرات لوبډلې غړی وي.

د یادونې وړ ده چې راشد خان د کرکټ په نړۍ کې هغه یوازینی ځلیدلی لوبغاړی دی چې نوم یې د نړۍ د ريکارډونو (ګېنس) کتاب کې لیکل شوی.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب