د افغان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوريزه لوبو لوبډلمشر راشد خان اسټراليا ته د ننۍ ماتې ورکولو وروسته ويلي، ۲۳ يې د خوښې شمېره ده.
د کرکټ نړۍوالې شورا پر خپله فیسبوک پاڼه د افغان لوبغاړو د خوښي هغه شېبې خپرې کړې چې د اسټراليا لوبډلې ته يې د ماتې ورکولو وروسته کړي دي.
راشد خان دغه راز ويلي، ۲۳ د اکټوبر هغه ورځ چې افغان لوبډلې په پنځوس اوريز نړۍوال جام کې پاکستان مات کړ او ۲۳ د جون ورته يو شان دي.
په همدې حال کې رحمن الله ګربز ويلي، اسټراليا راته په پنځوس اوريزه نړۍوال جام کې ماتې راکړې وه او په شل اوريز نړۍوال جام کې مو بېرته مات کړل او په خبره يې بريا ته لیواله وو.
افغان لوبډلې نن په لومړي ځل اسټراليا ته په نړۍوال جام کې ماتې ورکړه.
د افغان لوبډلې ننۍ بريا د کرکټ پخوانيو لوبغاړو، مبصرينو، سیاسونو او د ليګونو د لوبډلو له لوري په پراخه کچه وستايل شوه.




