د تدارکاتو ملي کمېسيون وايي روان( ۱۴۰۲) لمريز کال يې په ټول هېواد کې د شاوخوا ۴۰ مليارده افغانيو په ارزښت ۱۴۲ بېلابېلې پروژې منظورې کړي.
د دغه کمېسیون د مالوماتو له مخې، په دغه پروژو کې هغه نيمګړې پروژې هم شاملې دي چې چارې يې نيمګړې پاتې وې.
د سرچينې په خبره يادې پروژې د روغتيا، کرنې، مخابراتو، زېربنا، برېښنا، ټرانسپورټ او د څښاک اوبو رسولو په برخه کې منظورې شوي.
سرچينه زياتوي، د دغه پروژو په تطبیق ډېرو خلکو ته د کار کولو زمينه برابره شوې او همداراز بيا د پروژو په تطبیق کې د کورنيو توليداتو کارونې ته لومړيتوب ورکړل شوی.
د مالومات له مخې ټولې پروژې د ازادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارل شوي، د ولايتونو متوازن پرمختک او د مهمو پروژو پلې کيدو ته پکې لومړيتوب ورکړل شوی دی.
د يادونې ده، چې د داوطلبۍ له لارې اعلان ته د سپارل شويو پروژو څخه شاوخوا درې مليارده افغانۍ سپما شوي هم دي.




