کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روان میلادي کال څه‌کم ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې (OCHA) پر اېکس‌پاڼه خبر ورکړی چې روان ۲۰۲۵ کال کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲,۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.   د دغې ادارې په تازه درجه بندۍ کې له ۱۴,۸ میلیونو ډېر افغانان له سختې لوږې سره مخ ښودل شوي چې خوراکي مرستو ته اړتیا لري. دغه راز ۷,۸ میلیونه…

2025-01-14 03:27 88۱ دقیقې لوستل
روان میلادي کال څه‌کم ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې (OCHA) پر اېکس‌پاڼه خبر ورکړی چې روان ۲۰۲۵ کال کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲,۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

 

د دغې ادارې په تازه درجه بندۍ کې له ۱۴,۸ میلیونو ډېر افغانان له سختې لوږې سره مخ ښودل شوي چې خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

دغه راز ۷,۸ میلیونه ښځې او ماشومانو لپاره د تغذیې مرستې اړینې بلل شوې چې ۳,۵ میلیونه ماشومان په‌کې په جدي توګه له خوارځواکۍ سره مخ ښودل شوي دي.

 

په خبرپاڼه کې راغلي چې ملګري ملتونه به د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د ۱۶,۸ میلیونه کسانو لپاره د خوراکي توکو، روغتیایي خدماتو، بېړنۍ سرپنا، د څښاک پاکې اوبه او نغدې مرستې برابرې کړي.

 

د بشري مرستو همغږي کوونکو ادارې ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی چې د مخنیوي لپاره یې د نړۍوالو همکارۍ او دوامداره ملاتړ ته اړتیا ده.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب