کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روان کال د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت ۱۵.۴۲ سلنه لوړ شوی

د افغانستان بانک مرستيال مولوي نوراحمد وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت ۱۵.۴۲ سلنه لوړ شوی. نوموړي همداراز ويلي، نوي بانکنوټونه يې چاپ کړي او ډېری هغه يې هېواد ته رالېږدول شوي هم دي. دی وايي، نوي بانکونوټونه به د پولي سیاستونو له مخې له اړتيا سره سم په ټول هېواد کې وېشل کيږي. نوموړی د ډ…

2024-02-26 02:24 325۱ دقیقې لوستل
روان کال د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت ۱۵.۴۲ سلنه لوړ شوی

د افغانستان بانک مرستيال مولوي نوراحمد وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت ۱۵.۴۲ سلنه لوړ شوی.

نوموړي همداراز ويلي، نوي بانکنوټونه يې چاپ کړي او ډېری هغه يې هېواد ته رالېږدول شوي هم دي.

دی وايي، نوي بانکونوټونه به د پولي سیاستونو له مخې له اړتيا سره سم په ټول هېواد کې وېشل کيږي.

نوموړی د ډالرو پر وړاندې د افغانيو د ارزښت لوړېدو خبره داسې مهال کوي چې د افغانستان بانک په وار _ وار د افغانيو د ارزښت د ساتلو په موخه مليونونه ډالر ليلاموي چې تازه سبا سه شنبه به هم ۱۷ ميليونه ډالر ليلام کړي.

د يادونې وړ ده چې له تېر يوه کال راهيسې د هېواد په پنځه زونونو کې ۴.۷ مليارده افغانيو په ارزښت زاړه بانکنوټونه له منځه وړل شوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب