کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روان کال هېواد کې ۱۵۹ زره مټريک ټنه پنبه توليد شوې

احصايې او معلوماتو ملي ادارې په يوه خبر پاڼه کې ويلي، روان لمريز کال د په لومړي ځل د هېواد په ۱۵ ولايتونو کې د پنبې سروې ترسره شوې چې له مخې يې، ۱۵۹ زره مټريک ټنه پنبه توليد‌ شوې ده. خبر پاڼه کې راغلي، د پنبې حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۰٪ سلنه ډېر شوي دي. وړانډې ليکل شوي، سږ کال تر ټولو ډېره پنبه هلمند کې ۸۰ زره م…

2025-02-09 23:16 99۱ دقیقې لوستل
روان کال هېواد کې ۱۵۹ زره مټريک ټنه پنبه توليد شوې

احصايې او معلوماتو ملي ادارې په يوه خبر پاڼه کې ويلي، روان لمريز کال د په لومړي ځل د هېواد په ۱۵ ولايتونو کې د پنبې سروې ترسره شوې چې له مخې يې، ۱۵۹ زره مټريک ټنه پنبه توليد‌ شوې ده.

خبر پاڼه کې راغلي، د پنبې حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۰٪ سلنه ډېر شوي دي.

وړانډې ليکل شوي، سږ کال تر ټولو ډېره پنبه هلمند کې ۸۰ زره مټريک ټنه، کندهار کې سه باندې ۱۱ زره مټريک ټنه، جوزجان کې نږدې ۱۱ زره مټريک ټنه او ننګرهار کې هم له پنځه زرو مټريک ټنو ډېره پنبه توليد‌ شوې ده.

سرچینې ويلي، له سټلایټي انځورونو څخه په ګټې اخيستنې يې هغه سيمې ثبت کړي چې پنبه پرې کرل شوې وه او له مخې يې دغه اندازه ۱۰۵ زره هکټاره ځمکه وه.

خبرپاڼه زياتوي، سږ کال د هېواد په ۱۷ ولايتونو کې پنبه کرل شوې وه چې د تېر کال په پرتله يې د کښت په حاصلاتو کې ۱۲٪ سلنه ډېروالی راغلی دی‌.

د يادونې وړ ده چې يوازې تېر کال د ۲۷۳ ميليونه ډالرو په ارزښت پنبه صادره شوې وه.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب