کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روان کال په افغانستان کې د سوداګرۍ کچه کې ډېروالی راغلی

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، روان لمريز کال په هېواد کې د سوداګرۍ په کچه کې ډېروالی راغلی. دغه رياست ويلي، سرپرست حکومت د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې اسانتياوې برابرې کړي. دغه رياست ويلي، د سوداګرۍ لپاره له بديلو لارو څخه کار اخيستل، د صادراتو ډېروالی، د سوداګرۍ خونو جوړولو، په خامو توکو د تعرفو کمول، د ملي او نړۍ&z…

2024-03-10 03:40 83۱ دقیقې لوستل
روان کال په افغانستان کې د سوداګرۍ کچه کې ډېروالی راغلی

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، روان لمريز کال په هېواد کې د سوداګرۍ په کچه کې ډېروالی راغلی.

دغه رياست ويلي، سرپرست حکومت د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې اسانتياوې برابرې کړي.

دغه رياست ويلي، د سوداګرۍ لپاره له بديلو لارو څخه کار اخيستل، د صادراتو ډېروالی، د سوداګرۍ خونو جوړولو، په خامو توکو د تعرفو کمول، د ملي او نړۍ‌والو نندارتونونو جوړول، د مالياتي جريمو معاف کول او همداراز په ګمرکونو کې ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې‌ کول هغه څه دې چې روان کال يې په دغه هېواد کې د سوداګرۍ کچه لوړه کړې.

دغه‌ رياست همداراز ويلي، په ګمرکونو کې برېښنايي خدماتو فعالول، د صنعتي پارکونو جوړول او د سيمې او ګاونډيو هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو پراختيا هم په دغه برخه کې مهم رول لوبولی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب