کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روان کال کې له کندهاره بهرنیو هېوادونو ته له ۶۲ زره ټنو ډېره وچه مېوه صادره شوې

د کندهار د اطلاعاتو کلتور ریاست پر اېکس پاڼه د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا له قوله لیکلي چې د روان ۱۴۰۳ ه ش کال په اوږدو کې له یاد ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته ۶۲ زره او ۳۱۰ ټنه وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې وچه مېوه کې تر ډېره شکر پاره، انځر او کش…

2025-02-23 01:37 86۱ دقیقې لوستل
روان کال کې له کندهاره بهرنیو هېوادونو ته له ۶۲ زره ټنو ډېره وچه مېوه صادره شوې

د کندهار د اطلاعاتو کلتور ریاست پر اېکس پاڼه د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا له قوله لیکلي چې د روان ۱۴۰۳ ه ش کال په اوږدو کې له یاد ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته ۶۲ زره او ۳۱۰ ټنه وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې وچه مېوه کې تر ډېره شکر پاره، انځر او کشمش شامل دي چې ارزښت یې ۲۴۴ میلیونه، ۶۱۱ زره او ۴۰۶ امریکایې ډالر کېږي چې ډېره برخه یې هند، پاکستان، عربي متحده ایالت او امریکایې هېوادونو ته صادره شوې ده.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال وایې چې د افغانستان وچه مېوه تر ډېره د سپین بولدک اړوند د چمن او د ننګرهار اړوند د طورخم له تجارتي لارو څخه بهر ته صادرېږي.

بینا همداراز ویلي چې په هند کې د افغانستان د وچو مېوو پر صادراتو هیڅ ډول مالیه نه اخیستل کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب