کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روسیه پر سرپرست حکومت لګېدلي بندیزونه لرې کوي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی واسیلي نبنزیا وایي، مسکو پر سرپرست حکومت د لګول شویو بندیزونو په لرې کولو غور کوي.نبنزیا دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د سرپرست حکومت یوه پلاوي په دوحه کې د نړیوالې ټولنې له استازو سره لیدنه کړې ده.نبنزیا ویلي: «دا حقیقت دی چې ط،ال،بان اوس مهال افغانستان اداره کوي او باید په همدې…

2024-07-02 02:39 44۱ دقیقې لوستل
روسیه پر سرپرست حکومت لګېدلي بندیزونه لرې کوي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی واسیلي نبنزیا وایي، مسکو پر سرپرست حکومت د لګول شویو بندیزونو په لرې کولو غور کوي.
نبنزیا دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د سرپرست حکومت یوه پلاوي په دوحه کې د نړیوالې ټولنې له استازو سره لیدنه کړې ده.
نبنزیا ویلي: «دا حقیقت دی چې ط،ال،بان اوس مهال افغانستان اداره کوي او باید په همدې ترتیب له هغوی سره معامله وشي.» خو نوموړي نه دې ویلي چې څه وخت به سرپرست حکومت د بندیزونو له لسته وباسي.
له دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم له سرپرست حکومت سره د اړیکو د پياوړتیا او پر هغوی د بندیزونو د لرې کولو په تړاو ورته خبرې کړې وي.
د یادونې وړ ده چې سرپرست حکومت له واکنیدو مخکي د روسیې په منع شوو ډلو لیست کې شامل ده.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب