کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روغتيا نړيوال سازمان: افغانستان کې نږدې ۹ ميليونه ماشومانو ته د شري واکسين شوی

روغتيا نړيوال سازمان اعلان کړی چې د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونېسف) سره په همکاري یې د افغانستان په اوولس ولايتونو کې ۸.۹ ميليونه ماشومانو ته د شري واکسین کړي دی.دغه سازمان زياته کړې، ياد واکسين د افغانستان په سړو سيمو کې له شپږ مياشتني تر لس کلنې پورې ماشومانو ته شوی دی.سرچینې ليکلي، افغانستان کې د شري پېښې زياتې شوي،…

2025-10-09 02:16 176۱ دقیقې لوستل
روغتيا نړيوال سازمان: افغانستان کې نږدې ۹ ميليونه ماشومانو ته د شري واکسين شوی

روغتيا نړيوال سازمان اعلان کړی چې د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونېسف) سره په همکاري یې د افغانستان په اوولس ولايتونو کې ۸.۹ ميليونه ماشومانو ته د شري واکسین کړي دی.
دغه سازمان زياته کړې، ياد واکسين د افغانستان په سړو سيمو کې له شپږ مياشتني تر لس کلنې پورې ماشومانو ته شوی دی.
سرچینې ليکلي، افغانستان کې د شري پېښې زياتې شوي، ۲۰۲۳ کال کې۱۲۷، خو دغه تعداد بيا په ۲۰۲۴ کال کې ۴۳۰ ته لوړ شوی وو.
هېواد کې د يونېسف استازي ويلي، هيڅ ماشوم بايد د هغه ناروغيو له امله چې په واکسين يې مخنيوی کيږي، مړ نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د روغتيا نړيوال سازمان اعلان وکړ چې په ژمي کې د شري ناروغي په چټکۍ سره خپريږي او له خلکو يې غوښتل چې خپل ماشومان واکسين کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب