روغتيا نړيوال سازمان په یوه راپور کې ويلي، د روان ميلادي کال له پیله، له دوه زرو ډېرو افغانانو د تنفسي ناروغيو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
راپور زياتوي، د روان ميلادي کال د جنوري له ۱۴مې نیټې تر روانې مياشتې يو مليون او ۳۲ زره تنه په تنفسي ناروغۍ اخته شوي. راپور کې، له دغې جملې يې دوه زره او ۱۱۸ نفره مړه شوي.
د روغتيا نړۍوال سازمان وايي، په يادې ناروغۍ د اخته کسانو له جملې يې، ۶۱.۷ سلنه له پنځه کلونو کم عمره ماشومان او ۴۹.۵ سلنه يې ښځې وې.
همدا راز د مړو شويو کسانو له جملې يې ۸۲.۵ سلنه له پنځه کلونو کم عمره ماشومان او ۴۶.۵ سلنه يې بيا ښځې دي.
ياد سازمان ويلي، دغه ارقام ښیي، چې په افغانستان کې د تېرو دوو کلونو په پرتله د نوموړې ناروغۍ د ډېرېدو په حال کې ده.
د روغتيا نړۍوال سازمان په وینا، يواځې تېره اونۍ یې له ۳۷ زرو ډېرې شکمنې پیښې ثبت کړي.
د دغه سازمان په خبره د تنفسي ناروغۍ پر وړاندې يې د مبارزې لپاره یې کمېټې او د څارنې ټيمونه جوړ کړي دي.
په راپور کې راغلي، په بېلابېلو ولايتونو کې نظارتي لېدنې ترسره شوې او د تنفسي ناروغيو د مخنيوي لپاره پر وخت اقدامات شوي دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د حاد تنفسي ناروغۍ د ژمني چمتووالي په توګه، په مجموعي توګه ۴۰۰ ډوله د پېښو د مديريت کڅوړې د روان کال د جنوري مياشتې راهيسې کابل کې د روغتيا نړۍوال سازمان ګودامونو کې ځای پر ځای شوي او د تنفسي ناروغيو د خپریدو وخت کې به په ټول افغانستان کې وویشل شي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يوناما ويلي، په دغه هېواد کې د هوا ناڅاپي بدلون وچکالي، سیلابونه او د شګو توپانونه ياد کړي. دوی همدا راز په اقليمي بدلون کې د افغانستان رول تر ټولو کم ښودلی.




