کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روغتيا وزارت: د افغانستان نږدې ۱۴ سلنه وګړي يو ډول معلوليت لري

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، چې د هېواد نږدې ۱۴ سلنه وګړي يو ډول معلومليت لري. د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال حبیب الله اخندزاده د فزیوټراپۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د آسیا فونډېشن د معلولیت د ملي سروې پربنسټ، د افغانستان ۱…

2023-09-11 11:17 188۲ دقیقې لوستل
روغتيا وزارت: د افغانستان نږدې ۱۴ سلنه وګړي يو ډول معلوليت لري

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، چې د هېواد نږدې ۱۴ سلنه وګړي يو ډول معلومليت لري.

د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال حبیب الله اخندزاده د فزیوټراپۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د آسیا فونډېشن د معلولیت د ملي سروې پربنسټ، د افغانستان ۱۳.۹ فیصده وګړي یو ډول معلومليت لري.

اخندزاده په افغانستان د معلولیت د ارقامو د زياتېدو خبرداری ورکوي.

نوموړی زياتوي: « ځینو عواملو ته په کتو سره دا شمېرې په زیاتېدو دي، چې عمده عوامل یې د نفوس وده، د لوړ عمر کسانو ډېرېدل، د شکرې او زړه ناروغۍ، په کور او کار ځای کې ټپي کېدل، ټرافیکي پېښې، د زېږون نیمګړتیاوې، خوارځواکي او په هېواد کې ماینونه او ناچاوده توکي یادولای شو.»

هغه همدا راز وايي چې معلولیت لرونکو کسانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو لپاره د هرې ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې یو نارینه او یوه ښځینه فزیوټراپسټان ګمارل شوي دي.

د نړۍ په کچه پنځه ډوله معلولیت وجود لری چې لمړۍ یې فزیکی یا جسمی، دویم یې حسی، درېیم یې دماغی، څلورم یې څوګونې معلولیتاو پنځم یې هم سرحه یا میرګی له کبله د معلولیت رامنځته کیدل دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب