کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روغتيا وزارت: چین سره مو د روغتايي همکاريو په اړه خبرې کړي

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت مسؤلینو د چین له استازو سره افغانستان کې د روغتايي همکاريو پر پراختيا خبرې کړي دي. د ياد وزارت خبرپاڼه زياتوي، چې په دغه ناسته کې د دوديز طب مرکز جوړول، د طبیعي پېښو مدیریت، د روغتيايي کارکوونکو ظرفیت لوړونه، د ساري ناروغیو د څارنې او مخنیوي برخه کی د افغان متخصصینو د ظرفيت…

2026-04-10 04:07 137۱ دقیقې لوستل
روغتيا وزارت: چین سره مو د روغتايي همکاريو په اړه خبرې کړي

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت مسؤلینو د چین له استازو سره افغانستان کې د روغتايي همکاريو پر پراختيا خبرې کړي دي.

د ياد وزارت خبرپاڼه زياتوي، چې په دغه ناسته کې د دوديز طب مرکز جوړول، د طبیعي پېښو مدیریت، د روغتيايي کارکوونکو ظرفیت لوړونه، د ساري ناروغیو د څارنې او مخنیوي برخه کی د افغان متخصصینو د ظرفيت لوړول، افغانستان ته د چينايي متخصصینو رابلل او ورته نورو موضوعاتو باندې خبريې شوي دي.

سرچينه زياتوي، د غونډې په پای کې دافغان لوري لخوا‏ هغه موضوعات چې په چین کې مطرح شوي، د افغانستان د سفارت له لارې به په بیجینګ کې له اړوندو ادارو سره شریک او تعقیب شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب