د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارډ بېنېټ له جرمني د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او له ياد هېواد يې غوښتي چې د کډوالو د اېستلو لړۍ په سمدستي توګه بنده کړي.
نوموړي ويلي، که څه هم ياد افغانان هلته په جرمونو تورن دي، خو بايد له جرمني څخه اخراج نشي.
همدې حال کې نوموړي ويلي، امکان لري چې جرمني دغې چارې ته ادامه ورکړي، خو دغه چاره بايد د نړيوالو قوانينو په رڼا کې ترسره شي.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې جرمني تېره ورځ د قطر په منځګړیتوب ۸۱ افغانان چې هلته په جرمونو تورن وو، افغانستان ته را ولېږدول.
له دې سره ـ سره بيا له ايران او پاکستان د کډوالو د ایستلو لړۍ په چټکۍ سره جريان لري چې ملګرو ملتونو پرې اندېښنه ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ پنځه نورو اروپايي هېوادونو پرېکړه وکړه چې د کډوالۍ شرايط سخت او د افغان کډوالو په شمول سوريايي کډوال هم خپلو هېوادونو ته ستانه کړي.




