کابل (کوه نور ۲۷ سرطان ۱۴۰۴): ټاکل شوې سبا ورځ "شنبه، د سرطان ۲۸مه" د افغانستان کورني کرکټ "شپږیزه لیګ" سیالیو لسم پړاو لوبې په مرکز کابل کې پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ویلي، دغه سیالۍ، چې پنځه لوبډلې پکې برخه اخلي سبا ورځ د هېواد په مرکز کابل کې پیلېږي.
سادات ویلي، دغه لوبو کې به د هېواد له ټولو زونونو پنځه لوبډلې "سپین غر، امو، بند امیر، بست او مس عینک" برخه واخلي.
نوموړي همداراز ویلي، ټول هغه لوبغاړي، چې دا مهال د بهرنیو هېوادونو په لیګونو کې په لوبو بوخت دي هېواد ته به راځي او دغه لوبو کې به ګډون کوي.
دغه لوبو کې راشد خان د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر، ابراهیم ځدران د بُست لوبډلې، حشمت الله شاهدي د بند امیر، رحمان الله ګربز د مس عینک او عظمت الله عمرزی د امو لوبډلې لوبډلمشران ټاکل شوي دي.
باید وویل شي، چې د همدې لوبو نهم پړاو سیالۍ، چې تېر کال ترسره شوې د امو لوبډلې په اتلولۍ پای ته رسېدلې وې.




