سرپرست حکومت وايي، د امريکا بشري او مالي زيانونو او ستړې جګړې امريکا مجبوره کړه چې له افغانستانه ووځي.
د سرپرست حکومت وياند د دوحې تړون د څلورم کال پوره کېدو په مناسبت رسنيو سره په خبرو کې امريکا تورنه کړې چې د دوحې له تړونه يې ۱۷۰۰ ځلې سرغړونه کړې ده.
هغه پخوانی حکومت هم تورن کړی چې نه یې غوښتل امريکا له افغانستانه ووځي او د دوحې تړون د خبرو د ردولو هڅه یې کوله.
خو نوموړي ټینګار کوي چې د دوی له لوري هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی پېښ شوی او نه یې د دوحې تړون له کومې مادې سرغړونه کړې ده.
د امريکا او سرپرست حکومت ترمنځ د دوحې تړون چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه لاسليک شوی و، تمه کېده چې له مخې به یې افغانستان کې ټول شموله حکومت رامنځته شي، خو له تړون وروسته افغانستان کې جګړې زور واخيست چې له امله یې په ۲۰۲۱ کال اګست ۱۵مه سرپرست حکومت د دويم ځل لپاره واک ترلاسه کړ.




