د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت: واک ته له رسېدو وروسته ۱۳ هغه شرکتونه چې خدمات يې په ټپه ولاړ وو بېرته په فعاليت پیل کړی.
دغه معاونیت ويلي، واک ته له رسېدو وروسته يې ډېری هغه دولتي شرکتونه بېرته فعال کړي چې تر دې مخکې غیر فعال وو.
وايي، په دغو فعال شويو شرکتونو کې د هلمند بست د پنبې او نباتي غوړويو، ارزاقو، د افغانستان د نفتو او ګازو، بلخ د پنبې او نفتو، کندز سپين زر، ملي بس، لاسي صنایعو پراخيتا، مرکزي سیلو، بلخ سيلو، پلخمري نساجي، کندهار پشمي نساجي، او افغان طیور شرکتونه شامل دي.
د سرچينې په خبره دغه شرکتونه غوړي، پنبه، ټوکر، صابون، کاغذي دستمال، نظامي یونیفورم، لاسي صنايع او بېلابېل خوراکي توکي توليدوي.
سرچينه زياتوي د روان لمريز کال د پيل راهيسې د همدې دولتي شرکتونو له لارې نږدې ۹ مليارده افغانۍ عوايد ترلاسه شوي.
د يادو شرکتونو په بیا فعالیدو سره ۳۸ زره تنو په مستقيم او ۱۰۰۰ تنو نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار کولو زمینه برابره شوې.
د دولتي شرکتونو د تنظيم په موخه د مشرتابه په فرمان يوه خپلواکه اداره رامنځته او په فعاليت يې پيل وکړ.
د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال د دغې ادارې منځه ته راتګ د صنعت د برخې پياوړتيا ياده کړې.




