د سرپرست حکومت وياند په يوه اعلاميه کې د حماس د سیاسي غورځنګ مشر اسماعيل هنيه په وژل کېدو خواشيني ښودلې او د نوموړي کورنۍ ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي دي.
په اعلاميه کې راغلي: «اسماعيل هنيه يو هوښيار او مدبر فلسطينی مشر و، هغه په بريالۍ مبارزه کې سترې قرباني ورکړې او په همدې لاره کې يې خپل ځان هم نذر کړ.»
اعلاميه دغه راز زياتوي، د افغانستان حکومت له فلسطين او حماس غورځنګ څخه دفاع خپله وجيبه بولي او د اسرايیلو ظلمونه غندي.
په اعلاميه کې دغه راز له اسلامي هيوادونو او عربي نړۍ څخه غوښتنه شوې چې په ټول توان دې د اسرایيلو د يرغل د مخنيوي هڅې وکړي.
د اعلاميې له مخی، د اسرایيلو روان بريدونه به سیمه نوره هم نا امنه کړي چې د ناخوالو پړه به يې د دوی د ملاتړو پر غاړه وي.
بايد وويل شي چې د حماس غورځنګ سیاسي مشر اسماعيل هنيه نن سهار وختي د ايران پلازمينه تهران کې په يو وسلوال بريد کې ووژل شو چې لا يې د وژلو مسوولیت چا نهدی منلی.




