د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړيوال بانک راپور تاييدوي او هغه برخې يې ستايي چې مثبتې او په واقعیت ولاړې دي او هغه ردوي چې له حقیقت او عینیت لرې دي.
په اعلامیه کې همداراز راغلي نړيوال بنسټونه دې هم د افغانستان په اړه د نړيوال بانک د راپور په څېر په خپلو راپورنو کې له حقیقت څخه کار واخلي.
نړيوال بانک په خپل وروستي راپور کې چې د روان کال د جنوري مياشتې په ۳۱ نېټه خپور شوی پکې راغلي، د تېر ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۰۲۳ کال کې دافغانستان په صادراتو کې ډېروالی راغلی او د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوې.
په اعلامیه کې همداراز راغلي، که نړۍ له سرپرست حکومت سره مثبت تعامل ته مخه کړي او کنګل شوې شتمني آزاده کړي؛ نو افغانستان په د نورو برخو ترڅنک په اقتصادي برخه کې بشپړ پرمختګ وکړي.
اعلاميه زياتوي که نړۍ د ضد پر ځای مثبت تعامل او د پروژو په تمویل کې ورسره همکاري وکړي نو کاري فرصتونه به پیدا او افغانستان به پر ځان بسيا هېواد شي.




